
بدبختي دلته ده چې ډیری خلک مو لا فردي آزادي پيژني هم نه ځکه نه یې ده احساس کړې. دوی څو نسله بندیان پاتې شوي ځکه نو فردي آزادي ورته یو غیرنورمال کار او ګناه ښکاري.
لکه یو څوک چې ۴۰ یا ۵۰ کاله په غلامي کې تیر کړي، که هغه بیا آزاد هم شي نو بیرته به غلامي وغواړي ځکه هماغه ژوند سره بلد وي او هماغه ورته نورمال ښکاري. دا د چا غلطي نه بلکې انساني فطرت دی. خوشاله ژوند او پرمختګ یوازې په فردي آزادي کې امکان لري.
انسانیت تر انسانيت لوړ مذهب نشته