
- چې دا نړۍ کله او ولې جوړه شوې؟
- د ستوریو او آسمان تر شا نور څه دي؟
- د نړۍ وروستي بریدونه چېرته بشپړیږي؟
- د ورځې او شپې، پسرلي، دوبي، مني او ژمي دا نظم و سیستم ولې جوړ شوی؟
- ژوند ولې پيل شوی، د څه لپاره دی او څه مانا او ارزښت لري؟
- تر مرګ وروسته به څه پېښېږي؟
او داسې نورې بېشمېره کړونکې پوښتنې چې انسان د خپل پیدایښت له پیله تر ننه ورسره مخامخ دی او هر چا د خپلې شعوري وړتیا په اندازه یا یو ډول ځواب ورته موندلی او یا یې د ځواب موندلو ارمان له ځان سره خاورو ته وړی دی.
په ټولیز ډول، فلسفه دې پوښتنې ته د ځواب پیدا کولو په لټه کې ده، چې نړۍ او ژوند او په هغوی کې واکمن قوانین ولې منځته راغلي دي؟
سره له دې چې هر فلسفي سیستم هڅه کوي دغه ډول پوښتنو ته رښتینی ځواب ومومي، خو ډېر کله داسې هم پېښېدای شي، چې ځینې ځوابونه هېڅ ډول پوهنیز (Scientific) بنسټ ونلري.
نن ورځ د ټولو فلسفي سیستمونو د نظریو ریښتینواله او ناريښتینواله د ساینس و منطق په تله تلل کېږي او همدا د معیار په توګه ګڼل شوي دي. کله چې یوه فلسفي نظریه په همدغه تله وتلل شوه او پورته وخته، نوره نو د فلسفې له کړۍ راووځي او د پوهې په يوه څانګه پورې ونښلي. نوره نو بیا د پوهې دنده ده، چې د دغې نوې پېښې څرنګوالی او د هغې اړوند قوانین تر څېړنې لاندې ونیسي، لنډه دا چې فلسفه ولې؟ او ساینس څنګه؟ ته په ځواب موندلو پسې لالهانده وي.
په دې توګه، ویلای شو چې د فلسفې په مرسته ولې؟ ته ځواب لټول کېږي او هر هغه انسان چې په ويښه او هوښیارۍ کې دا ډول پوښتنې ورته پیدا کېږي او مینه لري، چې سم او ريښتینی ځواب ورته ومومي په یوه ټاکلي پړاو کې فلسفي دی او دا هڅه يې یوه فلسفي بوختیا ګڼل کېږي.
هرانسان د زړه له کومې غواړي په هغه څه وپوهېږي، چې له ده نه پټ وي. د رازونو د سپړلو مانا په حقیقت (ريښتیا) پوهېدل هر چا ته په زړه پورې دي، ځکه چې د ژوندانه برخلیک ورسره تړلی او هر څوک غواړي، چې په هر ځای کې ښه ژوند وکړي او ښه برخلیک ولري. له دې نه ښکاري چې فلسفه کوم ځانګړی امتیاز نه دی، چې یوازې د ارستو، سوکرات، اپلاتون، هیګل، کانت یا بل و بل په برخه رسېدلی وي، بلکي ټول انسان ځانګړې فلسفي وړتیا او افکار لري، چې د خپلو امکاناتو تر پولې وده ورکولای شي او ټاکلې پایلې لاسته ترې راوړلای شي.

فلسفه بشر دې ته هڅوي، چې د ژوندانه او د دې بې پایه نړۍ په اړه ژور فکر وکړي او د هغوی د حقیقت د روښانه لمر پر وړاندې د رازونو ځړېدلې تورې پردې یوې ډډې ته کړي. یا په بله وینا، د ژوندانه او نړۍ او د هغوی اړوند بېشمېره ښکارندو او پېښو په بېخ د بنسټ، ارزښت و مانا لوري او لودن او لوښه او موخه پوهېدل هغه بهیر دی، چې د فلسفې له سمندر څخه سرچینه اخلي او د انسان فکري بیدیا زرغونوي.
ځینو خلکو ته فلسفه ډېره سخته جړه مشوړه ښکاري او داسې ګڼي چې په فلسفه کې غږېدل د هر چا کار نه دی او یو شمېر ځانګړي انسانان دي، چې ماغزه یې دا فوق العاده وړتیا لري او دغه بهیر ته ورګډېدای شي.
لکه مخکې مو چې وویل، دا یو پوچ فکر دی او ډېر بېځایه یې د خلکو په منځ کې دود موندلی دی. که د دې پر ځای داسې ویل شوي وای، چې په فلسفي مسایلو کې نور ژوي لکه بې ژبې ځناور، ونې، بوټي او داسې نور غږېدای نه شي دا به د منلو وړ وه، خو دا خبره د انسان په اړه چې د یوه پر مختللي شعور، تفکر و ژبې خاوند دی، هېڅ کله ريښتنې کېدای نه شي، ځکه څوک به د نړۍ په کوم ګوټ کې داسې انسان په ګوته کړای شي، چې د هغه ماغزه دې کار وکړي، خو د ژوندانه د ښه والي په اړه دې مینه او تلوسته ونه لري؟
هو؛ داسې انسان هېچرې نشته. په دې توګه، هر چا چې په هر ځای کې لږ تر لږه د خپل ځان یا ټولنې د راتلونکې ښه برخلیک په اړه یو ډول فکر وکړ، په حقیقت کې د فلسفې ډګر ته ورننووت. په نومړي ډګر کې دا توپیر نشته چې دا فکر د لیدلې نړۍ (Physic) په چاپېریال کې شوی که د نالیدلې (Metaphysics) هغې. خو د نوموړي فکر موخه به هرومرو د داسې آرونو او قوانینو موندنه وي، چې انسان یې په پلیتابه سوکاله شي یا د اپلاتون خبره خپل ((ارمانښار)) ته پرې ورسېږي.
پخوا چې د څېړنې او ازمېښت لوښي او وسایل لږ وو، نو ټولې پوهنې په فلسفه کې ورګډېدې او فلسفه د یوې سترې ونې په څېر ګڼل کېده، چې هره څانګه یې یوه پوهه وه. فیلسوف هم هغه چاته ویل کېده، چې له پوهې سره یې مینه لرله. دا نوم لومړی ځل په لرغوني یونان کې منځته راغی، ځکه چې هاغه مهال یونان له فکري پلوه یوه ازاده ټولنه وه او هر ډول فکر وده په کې کړای شوای. همدا لامل و چې ستر فلاسفه لکه فیثاغورث، سوکرات، اپلاتون، ارستو، دموکریتوس، بتلیموس او داسې نور پکې رامنځته شول او د فلسفې په اړه یې ټاکلي بنسټونه منځته راوړل، چې لا تر اوسه پر خپل ځای دي او د وخت له تېرېدو سره یې وده او پرمختګ موندلی دی.
انسانیت تر انسانيت لوړ مذهب نشته
خورا په زړه پورې ليکنه ده او په دې هيله چې دغه لړۍ ته دوام ورکړئ.