یکشنبه , مې 5 2024

د جهاد غلط تعريف !

د جهاد غلط تعريفخلک په عمومي ډول له “جهاد” څخه د جنګ او قتال معنیٰ اخلي مګر ددې وسيع مفهوم په دې ډول تنګول بېخي غلط کار دی !

د “جهاد” لفظ د “جهد” څخه مشتق او راوتلی دی، جهاد او مجاهده د فعال او مفاعلت په وزن د همدې “جهد” څخه مصدرونه دي، او په لغت کښي د محنت او کوښښ په معنیٰ دی، او د دې لغوي معنی ته ورته او ورنزدې د دې لفظ اصطلاحي معنیٰ هم ده، يعني د حق بلندۍ او د حق د اشاعت او حفاظت د پاره هر ډول جد او جهد، قرباني او ايثار په ځان منل او هغه ټول جسماني او مالي او دماغي قوتونه چې له الله تعالی له خوا بندګانو ته ورکړه سوي دي، د خپل او د خپلو عزيزانو او خپلوانو او اهل او عيال او خاندان او قام له پاره محنت ګالل جهاد دی.

 

جهاد څو قسمه دی

۱ – جهاد بالنفس

هر کله چې محنت او ډېر سعی او جد او جهد د جهاد معنیٰ ده نو په دی صورت کښي هر نېک او ښه کار د جهاد په معني کښي داخلېدلای شي، په اصطلاح کښي دا قسم جهاد د “جهاد اکبر “په نوم ياديږي، چې د ټولو څخه پورته او لوړ او اعلیٰ قسم پخپله د خپل نفس سره جهاد کول دي (جهاد اکبر يعني لوی جهاد دخپلو نفسي خواهشاتو سره جنګ کول)، يا په بل بهتر عبارت: بهترين او ښه جهاد دا دی چې موږ او تاسي د خدای د پاره د خپل نفس او خپل خواهش سره جهاد وکړو.

بسمه تعالی: وَ الَّذِينَ ءَامَنُوا وَ عَمِلُوا الصلِحَتِ لَنُكَفِّرَنَّ عَنْهُمْ سيِّئَاتِهِمْ وَ لَنَجْزِيَنَّهُمْ أَحْسنَ الَّذِى كانُوا يَعْمَلُونَ (7)

ژباړه: او چا چې زموږ په باره کښي جهاد وکړ (يعني زيارونه او تکليفونه ئې وګالل، موږ به هغوته خپله لار پخپله ور وښيو او بېشکه خدای د نېکو کارانو ملګری دی.

بسمه تعالی:وَ مَن جَهَدَ فَإِنَّمَا يجَهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللَّهَ لَغَنىُّ عَنِ الْعَلَمِينَ (6)

ژباړه: : څوک چې جهاد او تلاش کوي نو د خپل ځان لپاره جهاد کوي، ځکه چې خدای پاک له ټولو عالمیانو څخه بې نيازه دی.

 

نو همدا مجاهده د کاميابۍ زينه (ځينه) او روحاني ترقيو وسيله ده په ترمذي کښي رغلي دي چې حضرت رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم و ويل:

‏”‏الْمُجَاهِدُ مَنْ جَاهَدَ نَفْسَهُ ‏”‏

ژباړه: يعني مجاهد هغه څوک دی چې هغه د خپل نفس سره جهاد کوي

 

حضرت رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم د اصحابو څخه پوښتنه وکړه چې: “تاسي پهلوان چاته واياست ؟ هغو عرض وکړ “هغه څوک نه شي پرزولای (مغلوب)” رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم وويل چې: يا او وئې فرمايل چې “هغه څوک چې هغه پهلوان را ؤ پرزولای شي، او هغه حريف مغلوب کړي چې د هغه لوب غاړي د هغه په خپله سينه کښي دی (دغه حديث نه بلکي مفهوم ئې دی) اصلا مبارک داسي ويلي وه چې

‏”‏ لَيْسَ بِذَلِكَ وَلَكِنَّهُ الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ ‏”‏

ژباړه: هغه دی چې يا هغه د قهر او غضب په حالت کښي خپل ځان په قابو کښي وساتلای شي (صحيح مسلم، كتاب البر والصلة والآداب، باب فضل من يملك نفسه عند الغضب وبأى شىء يذهب الغضب)

 

۲ – د جهاد يو بل قسم جهاد بالعلم دی

د دونيا ټول شر او فساد د جهالت او ناپوهۍ نتيجه ده، او د دې بد مرض لري کول د هر حق طلب شخص د پاره يو ضروري کار دی که يو شخص د عقل او معرفت او علم او پوهي د ړنا خاوند وي، نو پر هغه دا خبره فرض او لازمه ده چې هغه په خپله دغه ړنا و تيارو زړونو ته ګټه ورسوي، د تورې او قوت دليل د چا په زړه کښي طمانيت او تسلط نشي پيدا کولی د خکوپر زړونو تسلط د برهان په قوت پيدا کيږي له دې کبله ارشاد وشو چې:

بسمه تعالی: ادْعُ إِلى سبِيلِ رَبِّك بِالحِْكْمَةِ وَ الْمَوْعِظةِ الحَْسنَةِ وَ جَدِلْهُم بِالَّتى هِىَ أَحْسنُ إِنَّ رَبَّك هُوَ أَعْلَمُ بِمَن ضلَّ عَن سبِيلِهِ وَ هُوَ أَعْلَمُ بِالْمُهْتَدِينَ (125)

ژباړه: با حكمت و اندرز نيكو به سوى راه پروردگارت دعوت نما، و با آنها به طريقى كه نيكوتر است استدلال و مناظره كن، پروردگار تو از هر كسى بهتر مى داند چې كسانى از طريق او گمراه شده اند و چې كسانى هدايت يافته اند.

 

د دين دا تبلغ او دعوت چې بېخي په علمي طريقه اوډول وي د جهاد يو قسم دی، او د دعوت او بلني د دې طريقې نوم “جهاد بالقران”دی چې قران پخپله خپل دليل او خپل موعظت پخپله د خپل ځان مناظره ده د هغه چاد پاره چې په قران په ريښتيا په ښه شان پوهېږي، د قران د صداقت او رښتياوالي د پاره بې د قران څخه د بل هيڅ کوم يو شي ضرورت نشته، رسول الله محمد صلی الله عليه وسلم ته د روحاني جهاد يعني د روحاني ناروغيو د لښکرو د ماتولو او شکست د پاره همدا القرآني توره په لاس ور کړه شوه، او د همدې القرآني توري په ذريعه د کفارو او منافقانو د مشکوکو او شبهاتو لښکروته د ماتې او هزيمت او شکست حکم ورکړای شوو،

بسمه تعالی: فَلا تُطِع الْكفِرِينَ وَ جَهِدْهُم بِهِ جِهَاداً كبِيراً (52)

ژباړه: ته د کافرانو خبره مه منه او د قران په ذريعه هغو سره جهاد وکړه لوی جهاد د د قران مجيد په ذريعه جهاد وکړه.

يعني د قران په ذريعه د هغو سره مقابله وکړه او همدې قراني جهاد او مقابلې ته الله تعالی “جهاد کبير “يعني لوی جهاد او ډېره زوروره مقابله ويلې ده له دې څخه به تاسي ته د دې خبري اندازه معلومه شوې او لګېدلې وي چې قران مجيد په نظر کښي جهاد بالعلم څومره اهميت لري، علما هم په دې اهميت پوهېدلي دي، او دې قسم او ډول جهاد ته ئې ډيره مهمه او لوړه درجه ورکړې ده .

دهر مسلمان دا وظيفه ده چې هغه د حق د مرستي او حمايت او د دين د نصرت او اعتلائ د پاره عقل، فهم، علم او بصيرت حاصل کړي او دغه شيان په دغه لار کي مصرف کړي، او ټول هغه علوم چې په دې لار کښي ورڅخه کار اخستل کېدای شي، د دې له پاره حاصل کړي، چې له هغو څخه د حق په اشاعت او خپرونه او د دين په مدافعه کښي کار واخلي او دا د علم جهاد دی، او داهغه جهاد دی، چې د علم په ټولو خاوندانو فرض او لازم دی.

 

۳ – جهاد بالمال

انسان ته چې څه خدای ورکړي دي ددې کار منشا هم داده چې دغه مال د خدای د رضا په لارو کي خرڅ او ولګولای شي، تر دې که څه هم دغه مال د خپل ځان او خپل اهل او عيال د ارامۍ او هوسائۍ په لاره کښي هم ولګولای شي، لکه څنګه چې هيڅ هر کار له پاره چې روپۍ يو ضروري شئ دي، نو د حق د حمايت او نصرت کارونه هم بې د روپو څخه نه تر سره کيږي، نو ټولو اجتماعي غونډي، تحريکونه پانګي او سرمايې ته ضرورت لري، او د همدې سرمايې راغونډول او برابرول او د دې مرام له پاره مسلمانانو په خپلو ځانونو هر قسم ايثار او منل جهاد (جد او جهد او محنت) بالمال دي په قران مجيد کښي د مالي جهاد د تنبيې او تاکيد په خصوص ډېر ايتونه شته، بلکي په ډېر مشکل به په قران مجيد کښي د جهاد داسي حکم پيدا شي چې په هغه کښي به د جهاد بالمال ذکر نه وي سر بېره د جهاد په دې قسمونو د هر نېک کار او هر فرض په ادا کښي د خپل مال او ځان او دماغي قوت د مصرف کولو نوم هم په اسلام کښي جهاد دی، ښځي د مبارک حضورته و رغلي وې، او عرض ئې کړی وو چې يا رسول الله ! موږ ته دي د غزواتو په جهاد کښي د ګډون کولو اجازت راکړی شي، نو هغوت ارشاد وشو چې:

‏”‏ لَكِنَّ أَفْضَلَ الْجِهَادِ حَجٌّ مَبْرُورٌ “

ژباړه: ستاسي جهاد نېک حج دی

او هم دا راز يو صحابي له يمنه راځي او د نبي ص خدمت ته حاضريږي چې د جنګ په جهاد کښې ګډون وکړي، مبارک پوښتنه وکړه چې مور او پلار لرې؟ هغه وويل چې هو، نو مبارک ورته وويل: ففيهما فجهاد (نو تاسي د هم هغو په خدمت کښي جهاد کوئ) او هم دا راز په ډېره خطرناکه موقع کښي د حق په اظهار کښي بې پروائي کول هم جهاد دی محمد صلی الله عليه وسلم ويل چې:

‏”‏ أَفْضَلُ الْجِهَادِ كَلِمَةُ عَدْلٍ عِنْدَ سُلْطَانٍ جَائِرٍ .”‏  أَوْ ‏”‏ أَمِيرٍ جَائِرٍ‏”‏

ژباړه: لوی جهاد د يو ظالم قوت يا سلطان يا امير په مخ يا حضور کښي د انصاف يا حق خبره کول

هو ! که چېرې د دښمنانو مقابلې ته مجبوريت پښ شي، هغوی دحق سره په مخالفت ټينګ و درېږی، او د هغوی د حق په لار کښي يو خنډ پيدا کړی، نو په دې صورت کښي دغه خنډ د لارې نه لرې کول او په دغه صورت کښي سرونه اخستل او سرونه ورکول د جهاد بانفس انتهائي او انتهائي کمال او حد دی که ټولي لارې چارې غونډې، جرګې، مرکې ستړي او ستومانه شي نو بيا دغه انتهائي کمل او حد يعني جهاد بانفس وخت رارسيږي، او په شرط د دې چې فتوا ورکړل شي، نو هغه وخت بيا تر خوږې متاع تېرېدل قرباني ده يعني تر ژوند، چې دا مقدس خدمت تر سره شي.

نن په ګران او خواږه او عزيز وطن کښې د جهاد بانفس حالت او وخت نه دی او مسلمان ته اول او ضرور شئ تقوا ده، او اوله درجه جد او جهد بلل کېدلای شي، د محمدي وحی په اصطلاح کښي تقوا (تقوی) د زړه هغه کيفيت نوم دی، چې دغه کيفيت په زړه کښي د تل د پاره دا يقين پيدا کوي چې الله وتعالی حاضر او ناظر دی، نو د همدې تقوا په سبب په زړه کښي د خير او شر د تميز فکر، او د خيرخواته رغبت او د شر څخه نفرت او کرکي مفکوره پيدا کيږي او يا داسي هم ويلای شو چې دغه کيفيت (تقوای) د ضمير د هغه احساس نوم دی، چې د دغه احساس په بنا په هر کار کښي د خدای د حکم سره سم د عمل کولو سره ډير رغبت او د هغه د مخالفت څخه شديد نفرت او ډیره کرکه پيدا کېږي.

موږاوتاسو ته ضرور او فرض ده چې د قراني اياتونو تعظيم وکړو رب العزت ارشاد دي چې فرمائې:

بسمه تعالی: وَ إِن طائفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصلِحُوا بَيْنهُمَا فَإِن بَغَت إِحْدَاهُمَا عَلى الاُخْرَى فَقَتِلُوا الَّتى تَبْغِى حَتى تَفِى ءَ إِلى أَمْرِ اللَّهِ فَإِن فَاءَت فَأَصلِحُوا بَيْنهُمَا بِالْعَدْلِ وَ أَقْسِطوا إِنَّ اللَّهَ يحِب الْمُقْسِطِينَ (9)

ژباړه: که دوې ډلې د مؤمنانو جنګونه وکړي په خپل منځ کښي پس جوړه کوئ په منځ د دې دواړو کښي پس که ظلم کوي يو د دې دواړو نه، په هغې بلې باندې، پس تاسو جنګ وکړئ له هغې ډلې سره چې ظلم کوي، تر هغو چې را وګرځي حکم د خدای ته، که راوګرځېدل دا ډله، پس جوړه وکړي په منځ د دواړو کښې په انصاف سره او انصاف کوئ تاسو، بېشکه چې خدای خوښوي انصاف کونکي.

 

داخو څرګنده خبره ده چې په دواړو طرفونو کښي زور او ظلم يو پر بل عملي کيږي، او داهم معلومه او څرګنده خبره ده، دوی (حکومت او مخالفين) کوم ظلمونه چې يو دبله سره کوي، ځاني او مالي تاوان ئې ملت ته رسيږي. نو فرض ده پر يوه ډله خلکو چې د حکومت او مخالفينو ترمنځ جوړه وکړي په داسي شرط چې پس له جوړې او روغې برته په خپلو شخصي وظيفو ته راوګرځي او بس.

په افغانستان کښي ستاسو د قتل او قتال امام څوک دی؟ چه امام ونه پېژنو هيڅوک نه هڅوم و قتل او قتال ته، د توپک د جهاد لمړی شرط امام درلودل دي، اِمَامُكُمْ مِنْكُمْ ؟ چه د امامت مشروعيت ثابت شي بيا به جهاد کوو او بې له امير يا بې له امام نه جهاد فاسد دۍ !!!

نن مبارزه کوه، سعی او جد او جهد کوئ، بې له ټوپک او تورې خارجي ځواکونه وباسئ، د ملت شورا باندي زور واچوۍ، که شورا له ملت سره هم راهي نه کوي، بله دوره بيا داسي وکيلانو راولئ چې د ملت نمايندګي وکړی شي او د ملت د غوښتنو ږغ پورته کړی شي.

تاسو پوهېږۍ چې له انسانه چې اخلاق واخلي، نو به دئ څه شي وي؟ غوښي خور، ادم خور

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا وَلَا يَغْتَب بَّعْضُكُم بَعْضًا أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَن يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتًا فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَّحِيم

Check Also

د رسول الله ص ستایل هسې د دروغو نمايش دی !

له صحابوو نيولې تر امويانو، عباسيانو، عثمانيانو، داعشيانو، پنجابيانو، طالبانو او ملانو پورې هر څوک د رسوالله ص له نامه د يوې وسيلې په توګه کاروي تر څو ډيره زر او اسانه او پرېمانه ګټه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *