یکشنبه , جون 28 2026

پښتنو و شرمېږئ – د زړه چیغه!

وردگوشرمیږئ پښتنو که شرم لرئ او لږ یې له هزاره خویندو او وروڼو زده کړئ چې په ۷ کسه مړو څنګه ښځې او نر راټول شول.

 آیا د پښتون د کور ښځه به د پلار مړي لپاره راووځي؟

 نه ځکه د پښتون پلاستیکي غیرت بیا خرابیږي. نیم نفوس مو د جهالت په وجه فلج کړی. او دا پاتې نیم کې مو ډیری د وحشیانو او وحشت ملاتړي دي.پښتانه خو چیغې وهي چې اسلامیت او افغانیت ګټو.

چې دا اسلامیت او افغانیت یې په خوله ورمنډې نو کیدای شي عقل یې سرته راشي:

  • چاته ګټې دا اسلامیت او افغانیت؟
  • نور څومره اسلامیت ګټې؟
  • د اسلام په نوم دا نژدې ۴۰ کاله کم ووژل شولو؟
  • ټالیب، داعش، حزب، جمیعت، حرکت او شل نورې ډلې خو د اسلام په وجه را پیدا شوې نور یې څنګه ګټئ؟
  • او افغانیت چاته ګټئ؟
  • ټالیب، داعش او د دوی همفکرانو ته؟
  • دوی په افغانیت څه کوي، دوی ته خو امت مهم دی، که افغانیت هغه بې کوره وږو ته ګټئ؟
  • هغوی ته افریقایان ووايئ خو ډوډۍ ورکړئ پرې خوشاله به وي. او که هغوی ته افغانیت ګټئ چې هره ورځ وژل کیږي؟
  • مړي په افغانیت څه کوي؟

ستا اولویت ستا ژوند دی. افغانیت او اسلامیت پریږده اول دې ژوند وګټه. وحشیان دې هره ورځ د هیواد په هر ځای کې پښتانه وژني خو ستا دا مرداره خوله پټه وي. د افغانیت او اسلامیت په ځای دې د ژوند لپاره سرکو ته راووځه. لږ یې له دا هزاره وروڼو او خویندو زده کړئ. ته چې د خپل مړي پوښتنه نشې کولای نو ته به د افغانیت لپاره کومه توره وکړې. ته افغانیت په لسو کمعقلو او یو څو فاشیستانو نشې ګټلای. ستا دا افغانیت دې په توپه ولګیږي چې ته له یوې خوا د افغانیت چیغې وهې او له بلې خوا د افغانانو په مرګ دې سترګې مړې نیولې وي.

پښتنو ځکه خوار او زار یاستئ چې لا هم یا د مذهبي وحشیانو ملاتړ کوئ یا د فاشیستو جذباتیانو چې نه په سیاست پوهیږي او نه مو راټولولای شي. د همداسې خلکو په وجه مو نه یوازې نور قومونه بلکې ټوله نړۍ ملامتوي. دومره کمعقل یو چې ان زمونږ هغه قومي متعصب کې هم اسلامي چینجۍ خوځیږي. ښه کلک پښتون متعصب به وي د افغانستان نورو قومو ته به بد وايي خو بیا به هم د وحشي عرب ړوند مرید وي.

که ځان ګټل غواړئ نو نور پښتانه چې د هرې عقیدې او مفکورې خلک وي، به زغمئ. د عربي وحشت لپاره خپل مه پردي کوئ. هزاره ان خپل عیسویان هزاره ګڼي تاسې خپل شعیه هم بد ګڼئ او وژنئ یې. تا ته که عقیده تر هر څه مهمه وي بیا نو د پښتون او افغان چیغو باندې ځان او نور مه غلطوه. ته بیا د پښتنو او افغانانو په درد نه خورې.

پښتنو! نور د داسې چا شاته ودریږئ چې هم په سیاست نور ملامت کړای شي، هم ستا حق واخیستی شي او هم مو راټول کړي. له مذهبي افراطیانو او فاشیستانو نه نور تیر شئ. دوی به مو په یو څو جذباتي خبرو موقتي خوشاله کړي خو راتلونکۍ به مو تباه کړي. پوهیږم چې مونږ ته دغه یو څو جذباتي بې نتیجې خبرې تر یو څو ترخو حقیقتو ډیر خوند را کوي خو چې ځان بدل نکړو همداسې به ذلیل یو.

همدا تاسې د وطن حال او آینده یاستئ. که نور څوک نه وینئ پخپله مخکې شئ. که نور څه نشئ کولای یو فعاله د ځوانانو ټولنه جوړه کړئ چې د ځینو متعصبینو ځواب په منطق او پوهه ورکړای شئ. وزګار کښيناستل مو د تباهي کندې ته برابروي.بل دومره سرټمبه کیږئ مه.

د نن نړۍ لپاره پتلون او نیکټايي د عصریتوب نښه ده. دا که ته منې که نه ته مهم نه یې ځکه ته د یو سوالګر هیواد تبعه یې او څوک دې په خیرات کې هم نه پریږدي. نورو نړیوال په همدې شیانو غلط کړي تاسې څه بلا وهلي یاستئ چې ترینه بده وړئ. داسې کلتور یا ښه ژوند خو مو دی چې پرې نازیږئ. تاسې کمیس او لونګئ ګټئ او هغوی درنه ژوند ګټي. لږ مو د عقل سترګې خلاصې کړئ او په دا جذباتي خبرو او شعارو مه غلطیږئ.

مرو هم مونږ او ملامت هم مونږ یو. دا هر څه د خپلې شاته پاتې وحشي مفکورې په وجه چې بدلون او پتلون کفر ګڼو له مونږ سره کیږي. خو کوم قومونه چې نه بدلیږي هغه په ماضي کې پاتې کیږي.

Check Also

بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو

سپینه خبره به وکړم. پرون اردو وژلي وو ځکه پښتانه پورته پورته لویدل. خو نن ټالیب وژلي ځکه ډیری پښتون غلی دی. بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو. هر هغه څوک چې د ټالیب په وحشت سترګې پټوي ترهګرپال دی.

یوه څرګندونه

  1. خبرې مو ۱۰۰ په ۱۰۰ حقیقت نلري ، خو ۱۰۰ په ۱۰۰ غلطې هم ندي . خبرې مو اړخ لري هغه اړخ بیا هم اړخ زېږوي چې باید هرڅوک چې يې خپل د هېواد د اړخیزو ستونزو له راولاړو اړخونو هم ښه خبر يې باید چې د خپل د بړاس وېستلو لپاره دغسې د دښمن لپاره د حل او پښتنو لپاره ناوړه اړخیزې ستونزې ونه زېږوې او د حل لپاره يوه لار چې ته يې ګڼې په مخه کړې دې ده ونه لرې چې هغه لار که سمه هم وي پښتانه يې په ټينګار ، نصیحت او وصیت درسره نشي منلای او د سمې لار د راوېستو لپاره کوښښ وکړئ چې ټول پښتانه ګرم ونه ګڼئ . ستونزه له حلقوي ډلو راولاړه شوې او ولس ولږې تندې دې حد ته رسولای چې خپله کرکه له ظالمانو څخه وکړي او ځان ترې راټول کړي نور د ولس زور په ۴۸ ناټو هېوادونو ، ۱۴۵ استخباراتي اورګانونو او وسله والو جنګسالارانو نه رسېږي . د ولس تر منځ بې اتفاقي د افغانستان دننه ملاتړوالو چې عبدالباري جهاني دې پرچمی ده خوشې په خوشې په اړخ ولاړ ده د کرزي سره تړاو لري حالات يې په عام ولس کې د فاشیست او نا فاشیست په ټاپو پر مخ اچولي ، بل اړخ يې حبیب اله غمخور ده ، بل اړخ یې سرلوڅ مرادزی ده چې دقه په دقه موقع لټوي چې څنګه د پښتون د يووالي د لارې لپاره خنډ شي چې حکومت ته پکې خطر جوړ دی ، بل اړخ دې د عبداله عبدلا ډله ده چې خپل لخوا هراړخ کې يې استخباراتي کارونه پر مخ اچولي او د پرچمي ډلې مهم غړی ده . همدارنګه ځينې خلقيان دې هم بې غیرته راوچت شوي د ډيورنډ د نوم تر لاندې ولس ته يې دامونه ايښي دي په کور کې کورګي باندې خوشاله دي . د مجاهدینو به څه وایوو ټولو ته معلوم دي . جهاد يې ندی کړی جهالت يې رامنځته کړای د نن ورځې د نېکټايي پشان یې شهرت موندلای نور څه ندي . د ولس په سر به يې چې سرونه قربانول هغه نران په ريښتيا افغانان پښتانه ندي پاتې که يو هم پاتې وای نن به يې ولس ته د هغوی د سرټيټۍ څخه د خلاسون لپاره بیا خپل سر په اورغوي کې ايښی وای او کور په کور به د ولس د علمي ودې او سیاسي خبراويوسره سره د زور د دفاع لپاره هم قدم اوچت کړای وای . نو اوس چې تاسو د هرې ډلې اړخ ياست يا اړخ ته کار کوئ يا غواړئ چې ستاسو په غوښتنه سلیقوي اړخ رامنځته شي پکار دی چې دې ګډوډيزو ستونزو ته په پام سره يوه با مسولیته انساني عواطفو باندې ولاړه لیکنه وړاندې کړئ چې د غریب ولس د جرات ، ويښتابه او روڼوالي مشال شي . نور ټولې نړۍ لاس يو کړای او لږه کي راپورته کوي ګڼملتیز هېوادونه درته وېشي او وجه يې هم همدا ده چې ډېره کیو کې د قبیلوي ډېروالي له کبله بې نظمه پردي سياسي اوزار رامخته کوي چې په ايديالوژیو يې سره وېشي او چې کله ووېشل شول بیا یې د بېلتون لاره اسانه ده نور به لکه سرخلاسی دېګ پکې هره مساله اچوي . د پښتنو مثال د افغانستان د شمزۍ ده ، شمزۍ له سره تر پښو اوږده پرته ده او تړاو لري ، پرته له شمزۍ څخه انسان نشي درېدلای او پرته له پښتنو د اېل او بېل حالته افغانستان نشي نيمېدلای . هره ټولنه د هغو په ډېره کیو ودانه ده که ډېره کي نه وي نو لږه کي به د نورو په ملاتړ بریالي روان وي چې دا اوس يې وینو . د افغانستان د حل لار پښتانه دي چې بښتنو کې اتفاق رامنځته نشي والله که د افغانستان د ټولو ولسونو خیر هم راپئېښ شي دا ځکه چې ډېره کی پخپل غېږ کې ډېر څه لري چې لږه کیو سره يې ووېشي خو لږه کي پخپله غېږ کې ډېر لږ څه لري چې ډېره کیو سره يې د وېشنې زغم هم نلري يا هم لږ دی . د پښتنو د يووالي او ويښوالي په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *