شنبه , مې 18 2024

بې ځایه غرور او باټې

بې ځایه غرور

  • ټوله نړۍ زما د غیرت او افسانو نه خبره ده
  • ټوله نړۍ ما پيژني
  • زما غیرت او میړانې ته ټوله نړۍ تسلیمه ده

دا خبرې مې ډیرې اوریدلې او په پټو سترګو منلې وې. پخپل افغانیت مې افتخار کاوه او ځان راته تر نورو لوړ او بهتر ښکاریده. (دې نشې زمونږ ډیر ځوانان له کاره ویستلي.)

کله چې له هیواده بهر ووتلم نو په هر میدان کې به مې چې په ډیر افتخار پاسپورټ ورته ښوده او ورته ویل به مې چې زه د افغانستان یم نو دوی به راته ویل چې ته هغه لاین ته لاړ شه. هغه لاین ته به هغه خلک تلل چې د چا به یې ډیره تلاشي اخیسته. په هر صورت ورو ورو پوه شوم چې زمونږ ځای په نړۍ کې چیرته او ولې دی.

دغه او ورته خبرې چې څوک کوي نو پوهه شئ چې د خپل تاریخ په اړه په هیڅ هم نه پوهیږي. حقیقت خو دا دی چې نړۍ پخوا نه پيژندې ځکه دومره غټه توره دې نه ده کړې او اوس دې هم چې پيژني نو د ترهګرۍ او مخدره موادو په سلسله دې پيژني.

تاریخ کې دې غټه توره دا کړې چې په هند دې څو ځله حمله کړې. کنه نور دې پخپله خاوره دوه سوه کاله هم حکومت نه دی کړی. خو یا به د نورو لاس لاندې وې او یا به پخپلو کې په جنګ اخته وې. نړۍ او انسانیت خو پریږده خپلو خلکو ته دې هم څه نه دي ورکړي. البته مبالغوي قیصو او غټو غټو خبرو کې ريښتیا هم اول نمبر یاستو. 

د مخکې تګ لپاره اول شرط ځان او په نړۍ کې خپل ځای پيژندل ډیر مهم دي.

Check Also

موږ ولې په ملایانو نيوکې کوو ؟

ملا وای په قران کي د موبایل، کمپیوټر، تلویزیون، موټر او نورو اسبابو ذکر نه دی شوی او دا ټول حرام ګڼي خو خپله له دغو ټولو وسایلو کار اخلي او هغه ورته حرام نه ښکاري. ساینس پوهانو ته کافر او ساینسي تعليم ته کفر وایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *