په تېر دېرش څلوېښت کاله کې زموږ خلکو افغانیت لمانځلی، اخوانیت یې لمانځلی، پښتو یې لمانځلې، دري یې لمانځلې، انقلابونه یې لمانځلي، اسلام یې لمانځلی، کمیونیزم یې لمانځلی، نظریات او ایډیالوژۍ یې لمانځلي، خو عملي اقتصادي پروژې یې نه کله لمانځلي، نه یې غوښتي، نه یې ترانې ورته جوړې کړي، نه یې ستایلي دي.
دا اول ځل دی چې دغه کار کېږي او دا کار د تحول حلقه کوي. د تحول حلقې زموږ د ادبیاتو تحول ته ملاتړلې ده. غواړي د جنګ، شخړو، منازعاتو، اعتراض او خشک سیاست ادبیات په مثبتو اقتصادي ادبیاتو بدل کړي.
پرون یې د ټاپي پروژه او له ترکمنستان سره زموږ ښه ګاونډیتوب ولمانځه، د ترکمنستان سفارت ته یې مننلیک وسپاره، چې تاسې ښه ګاونډیتوب کوئ، د ترهګري پر ځای سوداګري راسره کوئ.
ترکمن سفارت هم ملګري ښه را نازولي دي، کور یې ودان او کندو یې له غلې ډک!
انسانیت تر انسانيت لوړ مذهب نشته
