یکشنبه , مې 5 2024

Tag Archives: سياست

موږ عملي او اقتصادي پروژې کله نه دي لمانځلي

په تېر دېرش څلوېښت کاله کې زموږ خلکو افغانیت لمانځلی، اخوانیت یې لمانځلی، پښتو یې لمانځلې، دري یې لمانځلې، انقلابونه یې لمانځلي، اسلام یې لمانځلی، کمیونیزم یې لمانځلی، نظریات او ایډیالوژۍ یې لمانځلي، خو عملي اقتصادي پروژې یې نه کله لمانځلي، نه یې غوښتي، نه یې ترانې ورته جوړې کړي، نه یې ستایلي دي.

پوره ليکنه »

ولسمشر مو ښه ډېر روان دی

ولسمشر مو ښه روان دی. ټاپي، سلما بند، بهرنۍ مرستې، په قرادادونو کې سپما، د سولې په اړه هلې ځلې او نور هغه څه دي چې د هیواد په ګټه دي. ولسمشر به تردې هم ښه روان شي که دا سیاسي ماشومان یې د پښو وهلو په ځای پښې ورکلکې کړي.

پوره ليکنه »

د ډيپلوماسۍ پر ظواهرو هوښیار ملتونه نه غولېږي

پاکستان په استقبال کې ډېر ماهر دی، ولسمشر کرزی یې هم څو ځلې همداسې استقبال کړی دی. د ډيپلوماسۍ پر ظواهرو هوښیار ملتونه نه غولېږي. زموږ او تاسو انتظار له پاکستان څخه دادی، چې په دریو عمده برخو کې خپل صداقت ثابت او پالیسي بدله کړي.

پوره ليکنه »

بې ځایه غرور او باټې

تاریخ کې دې غټه توره دا کړې چې په هند دې څو ځله حمله کړې. کنه نور دې پخپله خاوره دوه سوه کاله هم حکومت نه دی کړی. خو یا به د نورو لاس لاندې وې او یا به پخپلو کې په جنګ اخته وې. نړۍ او انسانیت خو پریږده خپلو خلکو ته دې هم څه نه دي ورکړي. البته مبالغوي قیصو او غټو غټو خبرو کې ريښتیا هم اول نمبر یاستو.

پوره ليکنه »

په ترکیه کې د بیان ازادي

ترکیه کې اردوغان نن یو کس په دې خاطر ۲ کاله بندي کړی چې دا عکس یې انټرنټ ته پورته کړی و او اردوغان یې د یو امریکايي فلم دې عجیبه مخلوق سره تشبېه کړی دی. ګورئ دا د بیان ازادي چې موږ او تاسو یې افغانستان لرو دا په تورکیه کې هم حتا نشته!

پوره ليکنه »

سپینه خبره

وردگځینو ته بیا خدای د ملي اردو د سپکاوي بهانه ورکړه. دا سمه ده چې په ملي اردو کې به د ګوتو په شمار بد خلک وي خو ټوله اردو بده ګڼل خیانت او بیا له یوې پیښې څخه په استفادې د دې سپیڅلي ارګان سپکاوی منافقت دی. د ملي اردو څخه په غلطي کې (لا هم موضوع واضحه نه ده) په وردګو، غزني او بل ځای د بیګناه وګړو وژلو باندې خواشینی یم خو ددې پیښې په وجه به هیڅکله هم ټول امنیتي ځواکونه بد ونه ګڼم.

پوره ليکنه »

د روسیې او ترکیې تر منځ لانجه

آیا د روسیې او ترکیې ولسمشران به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې وروستۍ لانجه حل کړای شي؟ هغه له دې ژمنې سره واک ته ورسید چې خپل هیواد ته به پخوانی برم او کلتوري ارزښتونه راولي؛ هغه مستبد دی او په آسانۍ سره خپل مخالفین نشي زغملای؛ او هغه په خپل هیواد کې د شخصي اړیکو په وسیله د مشرتابه له لارې د خپل هېواد ستر شخصیت دی.

پوره ليکنه »