یکشنبه , مارچ 29 2026

مذهب

موږ ولې په ملایانو نيوکې کوو ؟

ملا وای په قران کي د موبایل، کمپیوټر، تلویزیون، موټر او نورو اسبابو ذکر نه دی شوی او دا ټول حرام ګڼي خو خپله له دغو ټولو وسایلو کار اخلي او هغه ورته حرام نه ښکاري. ساینس پوهانو ته کافر او ساینسي تعليم ته کفر وایي.

پوره ليکنه »

د پښتون دليل ښکنځل ده !

خلک چې دليل ونه لري نو يا خبره در سره ومني او يا خاموش شي خو پښتون ښکنځل درته کوي. او ښکنځل هم يوازې ښځو ته کوي. په نورو که مو وس نه رسېږې پخپله خو په کار ده چې په ځان کې زغم راولو.

پوره ليکنه »

د پنجابي ملایانو اصليت

دا پنجابی ملا طارق جميل چې په ممبر تقرير پيل کړي نو په خلقو غسلونه واړوي، د حورو او جنت دومره تقريرونه وکړي چې خلک د جنت او حورو د پاره په ځانونو پورې بمونه تړلو ته تيار شي، دا ملا تر ترهګرو هم خطرناک دی او د دې ملا په اصليت خبريدل د وخت ضرورت دی او مونږ د اسلام په نامه روان د ملایانو کاروبارو نه منو!!!

پوره ليکنه »

(جهاد نکاح) سلفيانو پخوا افغانستان کې پيل کړی و!

پيښور کې يو ملګري کيسه کوله چې د شيخ جميل رحمان په امر يوه افغان لور يوه عرب ته ورکړه. څو شپې وروسته نجلۍ پلار کره لاړه او خپل پلار ته يې ويلي چې تا زه يوه تن ته ورکړې يم که لسو تنو ته؟ تياره کوټې ته ميړه سره لاړه شم خو تر سهاره نفر ځي او راځي او په عربي نه پوهيږم خو وروستی نفر بيرته زما ميړه وي.

پوره ليکنه »

په پښتو ژبه لمونځ !

لمونځپرون مو ملګرو سره په پښتو ژبه په جماعت لمونځ وکړ او سخت خوند يې وکړ، لومړی ځل و ترجمه کې ورو وم. داسې مې احساس کړه چې خالق په پښتو پوهيږي او د الله ج په علم مې اقرار وکړ. شاته ولاړ کسان لومړي ځل لپاره پوه شول چې له خدای ج څه غواړي او څه ورته وايې.

پوره ليکنه »

له مرګ څخه مخکې لس پوښتنې

دین د هر انسان شخصي حق دی که یې ساتي او یا نه ځکه اسلام هم دا خبره کوي چې په دين کې زبردستي نشته، دين هغه وخت د منلو وړ وي چې کله د زړه څخه وي او موږ باید هيڅ وخت خپل دین پر نور تحميل نکړو.

پوره ليکنه »