دا د پنجاپي ملا پرضد خبره کول د اوسپنې نينې چيچل دي خو مجبوره يو چې حقيقت و وايو ولې چې دا نه پيغمبر دی نه صحابي او نه ولي دی!
د مذهب د تجارت يو لوی تجار دی چې تل يې پښتانه پخپله خوږه خوله غولولي او خپل ځان يې پرې د شهرت انتها ته رسولی.
دا پنجابی ملا طارق جميل چې په ممبر تقرير پيل کړي نو په خلقو غسلونه واړوي، د حورو او جنت دومره تقريرونه وکړي چې خلک د جنت او حورو د پاره په ځانونو پورې بمونه تړلو ته تيار شي:
- دې ملا په خپلو تقريرونو د پوهنتون زده کونکو نه خپلې مدرسې او دتبليع مرکزونه ډک کړي.
- دې ملا په خپل مکر خلک دومره غولولي چې اوس خلق يې په نامه شرک کوي، خو دې ملا کله په خپل تقرير کې د پښتنو د روانې نسل کشۍ غندنه ونکړه.
- دې ملا کله هم دا ونه ويل چې پښتانه وژل ګناه لري او د پښتنو بچي يتيمانان کول، ښځې کونډول او د هغوی کورنۍ بربادول ازار لري.
- دې ملا کله هم ونه ويل چې پښتون انسان دی، پښتون مسلمان دی، پښتون وژل مطلق حرام او ستره ګناه ده.
- دې ملا کله ونه ويل چې په لکونو پښتانه اخر ولې ووژل شو؟
- دې ملا کله خپلو مجاهلينو، ټاليبانو ته ونه ويل چې د پښتنو په ځمکه جهاد کول ناروا دي.
خو په ځای د دې يې هر وخت ځان د منافقت په جامه کې ښودلی، ځان يې داسې ښودلی چې ځه د هيڅ ترهګر ګروپ سره اړيکې نه ساتم خو ټول ترهګر ګروپونه ده ته احترام لري، خو دی بيا دومره زخمت نه کوي چې هغوی د ترهګرۍ څخه منع کړي.
دا ملا تر ترهګرو هم خطرناک دی او د دې ملا په اصليت خبريدل د وخت ضرورت دی او مونږ د اسلام په نامه روان د ملایانو کاروبارو نه منو!!!