دوشنبه , جون 29 2026

دکبانو نسل په یوکال کې ختم شو

کبانزموږ د سیمې په سیند کې زښت ښه کبان وو، کبان به يې په چنګکو نیول هر سړي به اونۍ کې یوه ورځ د کبانو ښکار کاوه او میله به یې جوړوله. خلک حرصناک شول په لویه ټیله کې به یې کبانو ته ګرنټ ورواچاوه، مړه کبان به د د تورو شوو اوبو سر ته راغلل واړه واړه بچوڼي کبان به یې هم ووژل شول. خلکو به یو څو لوی لوی راټول کړل نور به اوبو یووړل.

په دې هم اکتفا ونشوه، بیا به یې جنراتورونه راوړل اوبو ته به یې برق ورکړ او زښت زیات کبان به مړه شول تر لرې ساحې به د کبانو نسل سټ شو. خو خلکو به یوازې دومره غټ کبان راټول کړل چې خوړلی یې شول. دکبانو نسل په یوکال کې ختم شو. کب نیوونکي لاس تر زنې کیناستل، نه میله وه نه ماهي خوري. 

یوسپین ږيري ته چا وویل، کاکا دا دکبانو به څه میله وه! 

سپین ږيري وویل: حرص روزي ورکوي.

Check Also

موږ ولې په ملایانو نيوکې کوو ؟

ملا وای په قران کي د موبایل، کمپیوټر، تلویزیون، موټر او نورو اسبابو ذکر نه دی شوی او دا ټول حرام ګڼي خو خپله له دغو ټولو وسایلو کار اخلي او هغه ورته حرام نه ښکاري. ساینس پوهانو ته کافر او ساینسي تعليم ته کفر وایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *