دوشنبه , جون 29 2026

عربان ځان ته د ساینس مرکزونه جوړوي او موږ ته مدرسې !

سپوږمکۍ عربي امارات به په ۲۰۲۱ یا شاوخوا ۵ کاله وروسته مریخ ته خپله سپوږمکۍ ولیږي. دا سپوږمکۍ اوس د خپله عربي اماراتو د ساینسپوهانو پواسطه د جوړیدو په حال کې ده.

په تیره لسیزه کې لسګونه زره د عربي هیوادو په ځانګړې توګه سعودي، قطر، کویټ او اماراتو زده کوونکي امریکا ته د لوړو زده کړو لپاره د خپلو دولتو پواسطه ولیږل شول. فکر کوم همدومره به اروپا، استرلیا، هند او نورو ځایو ته هم لیږل شوي وي.

مالداره عرب هیوادونه سخت هوښیار دي. د زده کړې شوقیان غرب ته لیږي او د جهاد شوقیان لکه د افغانستان غوندې هیوادو ته. ځکه خو یې خپلې شيشه خانې جوړې او زمونږ ان د خټو کورونه هم وران دي.

مونږ ته جوماتونه، مدرسې او معهدونه جوړوي خو ځانته د ساینس او ټکنالوژي ستر ستر مرکزونه. هغوی مو هم پيژني چې د جهادو او حورو دومره شوقیان یو چې ان خپل هیواد د دوی لپاره ورانوو. هسې هم مونږ ته دنیا دوه ورځې ده او د اخرت لپاره کار پکار دی.

ښوونځۍ او پوهنتون څه کوو؟ د عربو لاس لاندې د اسلامي خلافت لپاره باید مبارزه وکړو. 

هی افغانانو چې کله به مو سترګې خلاصیږي؟؟؟؟ تر مونږ ذلیل ملت په ځمکه بل نشته. د خیالي شیانو او هوايي قیصو لپاره مو خپل ګل هیواد پخپله تباه کړ.

Check Also

موږ ولې په ملایانو نيوکې کوو ؟

ملا وای په قران کي د موبایل، کمپیوټر، تلویزیون، موټر او نورو اسبابو ذکر نه دی شوی او دا ټول حرام ګڼي خو خپله له دغو ټولو وسایلو کار اخلي او هغه ورته حرام نه ښکاري. ساینس پوهانو ته کافر او ساینسي تعليم ته کفر وایي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *