دوشنبه , جون 29 2026

د ساينس په هکله ليکنې اړينې دي که ديني موضوعاتو د سپيناوي په هکله!

د امان الله امان الله خان وخت کې پرمختګ خواته علمي سفر پيل شو خو پرديو کوپارو د دين په مرسته امان الله خان په تيښته کړ او جهات جاري شو. که هغه د پرمختګ سفر تر ننه جاري وی نو چيرې به رسيدلي وو !

امير المومنين سقاو مشر شو او شريعت يې جاري کړ. تعليم يې منع کړ او د ده امارت چې ختم شو نو نادرشاه راغی، انګليس پرې ومنله چې د دوی پيران او حضرات به په ځمکو او واک نازوي، دوی هم انګليس اپديټ ساتلو.

داود خان پرمختګ ته سرعت ورکړ خو که دا سفر نه وی درول شوی؛ چيرې به وو !

بيا انګليس تربيه شوي بابر د خپلو شاګردانو؛ حکمتيار او مسعود په مرسته جهات جاري کړ او د داود خان دويم کال وو، اوه کاله وروسته کمونيستي انقلاب وشو او بيا جهات جاري شو. روسان لاړل خو بيا هم جهات جاري وساتل شو او پر نجيب کودتا وشوه، بيا هم جهات خپلو کې جاري شو. طالبانو په نوي بڼه جهات ورپسې اوږد کړ، دلته جهات نه و ختم چې په امريکايانو يې جهات جاري کړ او داود خانهغوی هم د ددوی په وړاندې جهات پيل کړ.

د پښتنې مور خو جهات نه دی زده چې زوی يې لوی شي او اسراييلو ته لاړ شي تر څو هلته په کتابونو کې جهات زده کړي، نو کار خو کتابونو کې دی. دا سل کاله د جهاتي کتابو د چاپ ځای، د تريننګ ځای او هجرت ځای اسراييل (ناپاکستان) دی.

تر څو دغه د جهات موضوع او نور موضوعات را ونه سپړو نو هيڅ پرمختګ امکان نه لري. ډاکتر ته ښار کې کار نشته خو ولسوالۍ کې د خلکو سترګې پسې راووتې.

دا اوس چې ليکنه کوم د هيواد په لرې پرتو سيمو کې د امنيتي ځواکو په وړاندې اسراييلي مليشې جهات کوي، يوه جوړه هيوادونه د اسرا ييل په نامه 1947 م کې د انګليس په وسيله د ابراهيمي دينو پيروانو ته جوړ شول. د فلسطيني او پښتون په وطن يې يهود او هندو ځای په ځای کړل.

جهات تر قيامته جاري دی خو د انګليس په چورت، د اسراييلو په ګټه او د پښتون په وينه.

Check Also

د رسول الله ص ستایل هسې د دروغو نمايش دی !

له صحابوو نيولې تر امويانو، عباسيانو، عثمانيانو، داعشيانو، پنجابيانو، طالبانو او ملانو پورې هر څوک د رسوالله ص له نامه د يوې وسيلې په توګه کاروي تر څو ډيره زر او اسانه او پرېمانه ګټه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *