دوشنبه , جون 29 2026

مشکل اسلام کې دی که مونږ کې؟

ستونزه په اسلام کې ده که په موږ کېد دې پوښتنې عمومي ځواب خلک داسې کوي چې مونږ کې دی خو زه وایم کیسه اسلام کې ده او راځئ چې دواړه حالته سره وڅیړو.

 

مشکل انسان کې دی!

نو زه چې له موره پيدا شوم خو ماشومتوب کې خو ما هیڅ داسې کار نه کوو چې نورو، ځان او وطن ته ضرر پرې ورسوم، د خلکو ښځې چور کړم، د غنیمت په نامه چور وکړم، انتحاري وکړم، خلک ووژنم، دوزخ ته یې ولیږم، دنیا هیڅ وګڼم، سنګسار وکړم، کرکه ولرم او نه په پیري او شیطان خبر وم.

شیعه او سني مې نه پیژندل، په دې نه پوهیدم چې یو څوک وژنه؛ غازي یې او که ته ووژل شوې جنت ته ځې او هغه دوزخ ته، په دې نه پوهیدم چې د پل ورانولو ثواب لري. پردي وطن کې ددې لپاره اوسیدل چې خپل خلک ووژنه او وطن وران کړه دې ته هجرت وایې. په دې نه پوهیدم چې کله خپل خلک وژنم او وطن ورانوم د یهود، عیسوي، لادینه او حتا چینایې کمونست مرسته جایز ده.

دا چې مړي پسې پیسې مصرف کړم په دې خو نه پوهیدم، دا چې خورکۍ او لورکۍ له کوره وتل حرام دي په دې خو نه پوهیدم، دا چې یو شخص څو کتابو په ویلو سره د پیغمبر سفیر دی او هغه د خدای ج خلیفه دی په دې نه پوهیدم، دا چې یهود، شیعه، عیسوي، هندو او نور مو دښمن دي؛ په دې نه وم خبر.

دا ټول هغه وقت را وښودل شول چې له ۱۴ کلنۍ واوښتم. ماته چې هر څه را ښودل کیدل ورسره یو آیت او حدیث هم ویل کیده. یعنې هر څه له دین ویل کیدل. له دې مخکې چې مې مور معلمه وه. راته ویل یې بچیه ښه هلکان دروغ نه وایې، د مشران احترام کوي، په کلي کې ښځو ته عمه او نارینه ته کاکا وایې، د ماما خیلو کره ښځو ته خاله او نارینه ته ماما وایې، وچه ډوډی په ځمکه نه غورځوي او میږیان نه وژني. ځان نه چټلوي او نوکان پاک ساتي.

وروسته یې الف، ب، ت… را وښودل، ښوونځي کې یې شامل کړم او هلته الف سره الله وو، د پښتو معلم راته وویل چې الله ج هر څه پیدا کړي او مهربانه دی. ب کې یې د بابا احترام را وښود، خو چې ټ ته ورسیدم، نو راته وویل شول چې ټ ټوپک، په ټوپک کافران وژنو. دوی مو ددین دښمن دي، کابل کې کافران دي، ډاکټر نجيب کافر دی، له پلار سره جومات ته تللم او هلته ملا صاحب ویل دوزخ دی، اورونه دي، ماران دي، قبر دی، چې ښوونځي څوم ټولګي ته لاړم هلته راته ویل کیدل چې که غازي شي او جهاد وکړې نو مجاهد یې او ته جنت ته ځې، چې روسان او دکابل حکومت خلک ووژنې غازي یې.

 

دویم حالت دا چې مشکل اسلام کې دی:

قرآن کې دا شته چې تر هغې جهاد وکړی چې فساد ختم شي، تر هغې جهاد وکړی چې د الله کلیمه پورته شي، اسلام غالب شي او کفر مغلوب. ما (ملکت ایمانکم) شته. دا شته چې شهید ژوندی دی او خوراک کوي، دا شته چې قیامت کې دوزخ او جنت دی او د دوزخ تشریح پوره شوې.

وروسته حدیثو کې دا واضح شوې چې څوک فاسد دی چې په ضد یې جهاد وشي. څوک کافر دی، شهید ته څه ورکول کیږي، ما ملکت ایمانکم څه وقت شوي، له یهودو ښځې بول شوې که نه.
یعنې سیناریو تیاره پرته ده خو چې یو څوک راشي سکرین پلې وکړي، دغه کرکټرونه ولوبوي، ډایرکشن وکړي.

د امان الله خان وقت کې له دې سیناریو انګلیس ګټه واخیسته، کله چې کمونیزم حاکم شو نو امریکا را ودانګل ډالر، اسلحه، البسه، د مجاهد پمپر او نورو خرچه امریکا او سعودي په غاړه واخیسته او د فلم ډکولو ځای او دایرکشن پاکستان په غاړه واخیست. د غازي، مجاهد، شهید او کلیمه پورته کونکي کرکټر لوبولو ته ملا، انجینر، ډاکتر، دهقان، ملک او سید ور ودانګل.

عین کیسه سومالیا، کشمیر، سوریه او عراق کې هر ځل تکرار کیږي. که غرب ملامت کړو چې دغه فلم جوړلو ته دوی پیسې ورکوي خو سیناریو خو اسلام کې شته او کرکټرونه خو خپلو لوبوو. اسلام کې خو دا هم شته چې د یوه انسان قتل د ټول انسانیت قتل دی، خو دوی ته ویل کیږي چې غیر مسلمان (د دوی مخالف مسلمانان هم غیر مسلمان کې شماري) حیوانات دي یا له هغې هم کښته نو ځکه دې آیت مصداق دوی نه دي اګر که آیت کې یواځې انسان نوم یاد شوی.

  • اوس که ته د امریکا په ځای وې نو د سیاسي او اقتصادي لوبو په خاطر اسلام او مسلمان نه کاروې؟
  • پنجابی غیر مسلمان دسیاسي او اقتصادی ګټو لپاره همدا کار ونه کړي؟
  • دسعودي سلفي غیر مسلمان دا کا رونه کړي؟

 

د حل لاره:

شیخ غامدي، شیخ وحید الدین او داسې نورو اسلام په داسې بڼه تشریح کړی چې د هغه پاس مورنۍ تربیه دوام دی. د ټولې نړۍ د انسانانو سره ګذاره کولی شو. څوک له مونږ او زمونږ له دین څخه سوء استفاده نه شي کولی.

مثال د جهاد په هکله وایې چې جهاد به د یوه هیواد ملي اردو کوي. د منتخب اولس مشر، پارلمان او علماوو د شورا په کډه فتوا او حکم کوي. فرد او د هر جومات واله دا حق نه لري بلکې همدغه فساد دی، قرآن وایې فساد ختم کړی. شیخ غامدي وایې د ښه ډاکتر او انجینر هڅه کوو چې ويې لرو خو د ښه عالم نه. ټمبلترين ماشوم مدرسې ته استوو . مکتب يې نه وي ويلی . چې د بد عالم د فکر بدې پایلې ووینو بیا نیوکې کوو.

دی وایې تر څو مسلمان عصري تعلیم ونه کړي له مشکلاتو نه خلاصیږي. دی وایې د ښه تمدن لپاره امنیتي، اقتصادي او تعلیمي شرایط اړین دي. یو وقت داشرایط مسلمانانو برابر کړي وو. بیا امریکا او اروپا اوس چین او نورو هیوادو، دا چې شیخ غامدي و فرد دی او فقط دین تشریح کوي خو د حکم ورکولو واک نه لري نو اثر یې محدود دی.

زمونږ اصلاحیان یې ګمراه بولي ځکه اصلاحي ته هغه ټ ټوپک واله عالم، عالم ښکاري. د ۴۵ اسلامي هیوادو په سطحه داسې د علماوو یوه شورا پکار ده چې ددوی له فتوا پرته د هر ملا فتوا فساد وګڼل شي. دغه د دین د سمې تشریح مرکز یواځې همدا وي. حکم منل یې لازمي شي. هلته د هرساینسي او بشري علومو مختصص موجود وي. حتا د هیومن واچ، بشري حقوقو او ملل متحدد غړي هم وي. پدې توګه بیا یو بلجیمی، یو پښتون او یو سومالیای نه پاڅيږي چې چاړه په لاس اسلام وګټي!

خو چې کله کار وکړي ټول وایې اسلام کې مشکل نشته!

Check Also

د رسول الله ص ستایل هسې د دروغو نمايش دی !

له صحابوو نيولې تر امويانو، عباسيانو، عثمانيانو، داعشيانو، پنجابيانو، طالبانو او ملانو پورې هر څوک د رسوالله ص له نامه د يوې وسيلې په توګه کاروي تر څو ډيره زر او اسانه او پرېمانه ګټه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *