سه شنبه , اکتوبر 7 2025

کوم اسلام او د چا اسلام ؟

کوم اسلام او د چا اسلامهغوی چې وايي مونږ اسلامي نظام غواړو، په سړه سینه دې یې ولولي: د خلکو په اسلام کې د مځکې او اسمان تر مینځ فاصلې راغلې.

  • یو يې د اسلام په نامه وژني او بل يې د اسلام په نامه ژغوري.
  • يو يې په وژلو الله اکبر وايي او بل يې په ښخولو.
  • یو يې په جوړولو کې ثواب ویني او بل يې په ورانولو کې.

دواړه مسلمانان دي خو دواړه د خپل اسلام په وجه د یو بل وینو ته تږي ناست دي د دواړو اسلام د یو بل ضد اعمال ښه ګڼي او یو هم نه وايي چې زما اسلام غلط دی. له هماغه قرآن او حدیث نه یوه ډله یو مفهوم اخلي او بله ډله بل.

  • یو يې د نورو په قتل جنت ته تلل غواړي او بل يې د نورو په ساتلو.
  • یو يې ځان وژل او سر پرې کول حرام ګڼي او بل يې حلال.

همدارنګه د دواړو اسلام یو بل واجب القتل ګڼي خو لوی مشکل دا دی چې په دوی کې هر یو ته چې کښینې هغه بیا وايي چې اسلام یوازې او يوازې یو اسلام دی او هغه د دوی دی. د دوی په وینا د نورو اسلام غلط او هغوی بې لارې دي او په ډیرو مواردو کې يې دوی ته قتل روا دی. خو دوی هیڅکله هم ځان په غلطه نه ګڼي که له خپلو سترګو نه د ناپوهۍ او مذهبي تعصب پردې لرې کړو نو وبه وینو چې د نړۍ د هرې سیمې، کلتور، قوم، ملک او نورو مسلمانانو اسلام یو تر بله او یا هم پخپلو کې څه نا څه توپیر لري.

څوک ځان سني ګڼي، څوک شیعه، څوک وهابي، څوک اهل سنت، څوک احمدي، څوک اسماعلیه، څوک عبادي، څوک مهدوي، څوک ذکري، څوک نیشن اف اسلام، څوک صوفي، څوک افراطي، څوک میانه رو، څوک لیبرال ډیری سني شیعه کافر ګڼي او شیعه سني، وهابي اهل سنت بیلارې ګڼي او اهل سنت وهابي، افراطي لیبرال مسلمان نه ګڼي او لیبرال افراطي، ډیری دغه بیا احمدي، اسماعلیه او نور هیڅ مسلمانان نه ګڼي لنډه دا چې په اسلام کې هم ډیرې ډلې موجودې دي او ډیری وخت یوه ډله نه غواړي چې د بلې ډلې د اسلام لاندې ژوند وکړي، ځکه دا هره ډله یوازې خپل اسلام صحیح او د بل غلط ګڼي پداسې حال کې چې د مسلمانانو د اسلام تر مینځ دومره توپیر دی نو مونږ څنګه کولای شو چې اسلام د یو نظام په حیث په خپل ملک کې پلي کړو ځکه پوښتنه دا ده چې د چا اسلام پلي کړو؟

کوم اسلام

اوسنی نظام هم دعوه کوي چې اسلامي نظام دی او حتا په اساسي قانون خو لا څه چې ان په ملي ترانه کې يې هم الله اکبر شته. د طالبانو نظام هم د اسلامي نظام دعوه کوله او له هغه نه مخکې مجاهدین هم د اسلام د لوړلو لپاره راغلي وو. او همدغسې که تاریخ وګورو نو ډیر اسلامي نظامونه به نور هم پکې پیدا کړو. خو بیا هم پوښتنه همدا ده چې د چا اسلام باید په ټولو افغانانو پلي شي؟

ځینې د طالب اسلام غلط ګڼي او نه يې مني او ځینې بیا د مجاهد، ځینې سني اسلام غلط ګڼي او نه يې مني او ځینې شیعه، ځینې تندلاری اسلام نه مني او ځینې میانه رو یوازې افغانستان لدې مشکل سره لاس او ګریوان نه دی بلکه د نړۍ ډیر ملکونه له دغسې حالاتو څخه یا تیر شوي او یا هم ترینه تیریږي.

مونږ کولای شو چې د دې موضوع د حل لپاره له هغوی نه زده کړه وکړو هغه کوم چې ترې تیر شوی هغوی بالاخره دې نتیجې ته رسیدلي چې مذهب د هر انسان شخصي کار دی او یوازې د هغه انسان او د هغه د خالق تر مینځ ځانګړې رابطه ده. هیڅ دریم ګړی قوت (شخص، مذهب، دولت او نور) د دوی تر مینځ پدې رابطه کې په زور د مداخلې حق نلري. همدارنګه مذهبي انسانان هم حق نلري چې خپل مذهب په زور په نورو ور وتپي او يا هم د خپل مذهب په وجه نورو ته ضرر ورسوي.

د دې هیوادونونو نظامونه د خلکو لخوا جوړ شوي او په مذهب نه دي ولاړ خو وګړو ته يې د مذهب پوره پوره آزادي ورکړې او هر څوک په آزاد ډول خپل مذهب مخکې بیايي په افغانستان کې هم ترڅو چې مونږ مذهب شخصي ونه ګڼو تر هغه پورې به د “زه په حقه یم او ته په غلطه يې” قیصې او د مذهب په نوم جنګونه روان وي.

مذهبیان به د اسلام په وجه د افغان مسلمانانو په سرو فوټبال کوي. د چا سر او مال به په امان نه وي. کله به مو ماشومان په ماین الوزي او کله پوره کورنۍ، نه به مو واده په امان وي نه جنازه، هم به مو اختر په غم وي او هم جشن، هم به مو کورنیان وژني او هم بهرنیان، هم به په ګولۍ مرو او هم په چاړه، نه به مو سرک په امان وي نه ښوونځی او نه بل ستر بنسټ.

لنډه دا چې ملت به مو همداسې هره ورځ په خپلو وینو کې لمبول کیږي او نور مسلمانان به مو په سرونو لوبې کوي تر څو چې یو دین استعمالیدای شي تر هغه به ترینه ځینې خلک ناوړه ګټه پورته کوی.

Check Also

د رسول الله ص ستایل هسې د دروغو نمايش دی !

له صحابوو نيولې تر امويانو، عباسيانو، عثمانيانو، داعشيانو، پنجابيانو، طالبانو او ملانو پورې هر څوک د رسوالله ص له نامه د يوې وسيلې په توګه کاروي تر څو ډيره زر او اسانه او پرېمانه ګټه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *