تاریخ کې دې غټه توره دا کړې چې په هند دې څو ځله حمله کړې. کنه نور دې پخپله خاوره دوه سوه کاله هم حکومت نه دی کړی. خو یا به د نورو لاس لاندې وې او یا به پخپلو کې په جنګ اخته وې. نړۍ او انسانیت خو پریږده خپلو خلکو ته دې هم څه نه دي ورکړي. البته مبالغوي قیصو او غټو غټو خبرو کې ريښتیا هم اول نمبر یاستو.
پوره ليکنه »پښتنو و شرمېږئ – د زړه چیغه!
وشرمیږئ پښتنو که شرم لرئ او لږ یې له هزاره خویندو او وروڼو زده کړئ چې په ۷ کسه مړو څنګه ښځې او نر راټول شول. آیا د پښتون د کور ښځه به د پلار مړي لپاره راووځي؟ نه ځکه د پښتون پلاستیکي غیرت بیا خرابیږي. نیم نفوس مو د جهالت په وجه فلج کړی. او دا پاتې نیم کې مو ډیری د وحشیانو او وحشت ملاتړي دي.پښتانه خو چیغې وهي چې اسلامیت او افغانیت ګټو.
پوره ليکنه »وطنپرستي انتخاب نه دی
دا ستا خوښه نه ده چې وطنپالنه کوې او کنه بلکې دا ستا وجیبه او مسؤولیت دی، او که یې نه کوې نو باید جزاء و وینې. ته به خامخا د وطن له دښمن سره دښمني او د وطن له ګټو سره مینه کوې. د وطن اوبه، هوا، خاوره، او تر هر څه مهم، دغه تشخص او هویت یې چې تا ته درکړي، ټول پر تا پور دي.
پوره ليکنه »که باچاخاني نه، نو څه؟
د "باچاخاني پکار ده" نعره د افغان خاورې د ستر مبارز عبدالغفار خان (باچاخان) د عدم تشدد د فلسفې د خپلولو، د افغانانو د یووالي، د نوي دور د اړتیاوو سره د اشنا کیدو او د یوه سوکاله او سولئیز ژوند د تیرولو لپاره پر عصري او دیني زده کړو د سمبالښت، او د مینې او ورورولۍ د ژوند تیرولو پیغام ورکوي.
پوره ليکنه »