
هسې کله مو پوښتنه کړې چې د ملي اردو په ګولیو ولې په بامیانو او پنجشیر کې څوک نه وژل کیږي چې په وردګ او غزني کې وژل کیږي؟
وردګ او غزني هماغه ولایتونه دي چې یو زیات شمیر خلک یې له ټالیب سره ولاړ یا لږ تر لږه د ټالیبي او نورو دولت ضد کړیو خواخوږي دي. همدغه خلک بیا د دولت ضد وحشیانو ته ډوډۍ، معلومات، د شپې ځای او د خپلو ښځو جامې ورکوي. د دوی یو شمیر ان په کابل کې د ټالیب ملاتړ کوي. که حقیقت ووایم نو د همدغو دوه ولایتو په وجه د کابل کندهار لاره تر ډیره ناامنه وه/ده.
که له ټالیب سره د دغو ځايي خلکو ملاتړ نه وای نو نه به په دغو سیمو کې ملي اردو بمبار ته مجبوره وه او نه به یې په مرمیو په غلطي کې بیګناه خلک وژل کیدل. (بیا وایم لا هم موضوع سمه واضحه نه ده چې څه پیښ شوي. یوازې ټالیب پلوی وايي اردو بیګناه خلک وژلي).
دا څه اتیا کلونه نه دي چې خپله اردو او خاد به مو سپکاوه او خلکو به په پټو سترګو درسره منله. نور مونږ د امنیتي ځواکونو په ارزښت پوهه شوي یو. مونږ پکې د اصلاح ملاتړي یو خو چا ته اجازه نه ورکوو چې سپکاوی یې وکړي. له ټولو ملګرو هیله کوم چې چاته هم د اردو د سپکاوي حق مه ورکوئ ځکه همدا اردو افغانستان ساتي.
انسانیت تر انسانيت لوړ مذهب نشته