تر ټولو مهمه آزادي د انسان فردي یا شخصي آزادي ده. که په هیواد کې دې خپل خلک هم حاکمان وي، خو که فردي آزادي ونلرې نو ته آزاد نه یې. د آزادۍ خوند په فردي آزادۍ کې دی او همدا اصلي آزادي ده.
پوره ليکنه »ایران د افغانستان بشري ځواک شل او فلج کړ
زه د لومړي ځل لپاره یو حیاتي - اساسي اقدام ګورم چې ولسمشر غني بشري ځواک ته د ارزښت په سترګه وکتل د هغوی د تکلیف راکمولو اساسي غم خوړل یې پیل کړل. فینکس ته د تداوۍ لپاره د معتادو ځوانانو لېږل د افغانستان په تاریخ کې زما له نظره ترټولو په زړه پورې او انساني دنده وه، ولسمشر تر اندازې زیات په دې هڅه او پاملرنه ستایم.
پوره ليکنه »د پښتون دليل ښکنځل ده !
خلک چې دليل ونه لري نو يا خبره در سره ومني او يا خاموش شي خو پښتون ښکنځل درته کوي. او ښکنځل هم يوازې ښځو ته کوي. په نورو که مو وس نه رسېږې پخپله خو په کار ده چې په ځان کې زغم راولو.
پوره ليکنه »هر څه بدلیږي !
بل دا کار خو یې بد نه دی: بد زمونږ هغه کلتور دی چې هلک او جینۍ په پټو سترګو یو بل کوي او بیا ټول عمر ورسره بند پاتې وي. یا وړه ماشومه زوړ سړي ته ورکوي. یا تعلیم یافته بې تعلیمه لوفر ته ورکوي. یا خور د ورور د جرم په بدل کې قرباني کوي...
پوره ليکنه »د رسول الله ص ستایل هسې د دروغو نمايش دی !
له صحابوو نيولې تر امويانو، عباسيانو، عثمانيانو، داعشيانو، پنجابيانو، طالبانو او ملانو پورې هر څوک د رسوالله ص له نامه د يوې وسيلې په توګه کاروي تر څو ډيره زر او اسانه او پرېمانه ګټه وکړي.
پوره ليکنه »بې ځایه غرور او باټې
تاریخ کې دې غټه توره دا کړې چې په هند دې څو ځله حمله کړې. کنه نور دې پخپله خاوره دوه سوه کاله هم حکومت نه دی کړی. خو یا به د نورو لاس لاندې وې او یا به پخپلو کې په جنګ اخته وې. نړۍ او انسانیت خو پریږده خپلو خلکو ته دې هم څه نه دي ورکړي. البته مبالغوي قیصو او غټو غټو خبرو کې ريښتیا هم اول نمبر یاستو.
پوره ليکنه »پښتنو و شرمېږئ – د زړه چیغه!
وشرمیږئ پښتنو که شرم لرئ او لږ یې له هزاره خویندو او وروڼو زده کړئ چې په ۷ کسه مړو څنګه ښځې او نر راټول شول. آیا د پښتون د کور ښځه به د پلار مړي لپاره راووځي؟ نه ځکه د پښتون پلاستیکي غیرت بیا خرابیږي. نیم نفوس مو د جهالت په وجه فلج کړی. او دا پاتې نیم کې مو ډیری د وحشیانو او وحشت ملاتړي دي.پښتانه خو چیغې وهي چې اسلامیت او افغانیت ګټو.
پوره ليکنه »شادو شمشیره – د افغانانو قاتل !
شادو شمشیره یو عرب جنګیالی وو چې زموږ نیکونه یې په دوو تورو وهل، بې شمیره افغانان یې وژلي، لکه څنګه چې مسعود او فهیم او امثالهم د افغانانو قتلونه وکړل اوس یې له ټولو ښایسته مزارونه دي.
پوره ليکنه »سپینه خبره
وردگځینو ته بیا خدای د ملي اردو د سپکاوي بهانه ورکړه. دا سمه ده چې په ملي اردو کې به د ګوتو په شمار بد خلک وي خو ټوله اردو بده ګڼل خیانت او بیا له یوې پیښې څخه په استفادې د دې سپیڅلي ارګان سپکاوی منافقت دی. د ملي اردو څخه په غلطي کې (لا هم موضوع واضحه نه ده) په وردګو، غزني او بل ځای د بیګناه وګړو وژلو باندې خواشینی یم خو ددې پیښې په وجه به هیڅکله هم ټول امنیتي ځواکونه بد ونه ګڼم.
پوره ليکنه »وطنپرستي انتخاب نه دی
دا ستا خوښه نه ده چې وطنپالنه کوې او کنه بلکې دا ستا وجیبه او مسؤولیت دی، او که یې نه کوې نو باید جزاء و وینې. ته به خامخا د وطن له دښمن سره دښمني او د وطن له ګټو سره مینه کوې. د وطن اوبه، هوا، خاوره، او تر هر څه مهم، دغه تشخص او هویت یې چې تا ته درکړي، ټول پر تا پور دي.
پوره ليکنه »
انسانیت تر انسانيت لوړ مذهب نشته