جمعه , اگست 14 2026

انسانیت

وطنپرستي انتخاب نه دی

دا ستا خوښه نه ده چې وطنپالنه کوې او کنه بلکې دا ستا وجیبه او مسؤولیت دی، او که یې نه کوې نو باید جزاء و وینې. ته به خامخا د وطن له دښمن سره دښمني او د وطن له ګټو سره مینه کوې. د وطن اوبه، هوا، خاوره، او تر هر څه مهم، دغه تشخص او هویت یې چې تا ته درکړي، ټول پر تا پور دي.

پوره ليکنه »

په پښتو ژبه لمونځ !

لمونځپرون مو ملګرو سره په پښتو ژبه په جماعت لمونځ وکړ او سخت خوند يې وکړ، لومړی ځل و ترجمه کې ورو وم. داسې مې احساس کړه چې خالق په پښتو پوهيږي او د الله ج په علم مې اقرار وکړ. شاته ولاړ کسان لومړي ځل لپاره پوه شول چې له خدای ج څه غواړي او څه ورته وايې.

پوره ليکنه »

دماغ خرابونکي لس عادتونه!

ویل کیږي چې د دماغ د ښه ساتلو لپاره تر ټولو اړینه خبره داده ده چې دماغ په کار واچول شي، او همدا ده چې د علماو او مفکرینو دماغونه تر ډیر وخته کار کوي، خو هغه خلک چې دماغي کار نه کوي، د عمر په تیریدو «زهایمر» یا د اعصاب خرابي په ناروغۍ اخته کیږي.

پوره ليکنه »

که باچاخاني نه، نو څه؟

د "باچاخاني پکار ده" نعره د افغان خاورې د ستر مبارز عبدالغفار خان (باچاخان) د عدم تشدد د فلسفې د خپلولو، د افغانانو د یووالي، د نوي دور د اړتیاوو سره د اشنا کیدو او د یوه سوکاله او سولئیز ژوند د تیرولو لپاره پر عصري او دیني زده کړو د سمبالښت، او د مینې او ورورولۍ د ژوند تیرولو پیغام ورکوي.

پوره ليکنه »

له مرګ څخه مخکې لس پوښتنې

دین د هر انسان شخصي حق دی که یې ساتي او یا نه ځکه اسلام هم دا خبره کوي چې په دين کې زبردستي نشته، دين هغه وخت د منلو وړ وي چې کله د زړه څخه وي او موږ باید هيڅ وخت خپل دین پر نور تحميل نکړو.

پوره ليکنه »