زموږ د سیمې په سیند کې زښت ښه کبان وو، کبان به يې په چنګکو نیول هر سړي به اونۍ کې یوه ورځ د کبانو ښکار کاوه او میله به یې جوړوله. خلک حرصناک شول په لویه ټیله کې به یې کبانو ته ګرنټ ورواچاوه، مړه کبان به د د تورو شوو اوبو سر ته راغلل واړه واړه بچوڼي کبان به یې هم ووژل شول.
پوره ليکنه »د روسیې او ترکیې تر منځ لانجه
آیا د روسیې او ترکیې ولسمشران به د دواړو هېوادونو په اړیکو کې وروستۍ لانجه حل کړای شي؟ هغه له دې ژمنې سره واک ته ورسید چې خپل هیواد ته به پخوانی برم او کلتوري ارزښتونه راولي؛ هغه مستبد دی او په آسانۍ سره خپل مخالفین نشي زغملای؛ او هغه په خپل هیواد کې د شخصي اړیکو په وسیله د مشرتابه له لارې د خپل هېواد ستر شخصیت دی.
پوره ليکنه »انسانیت څه شی دی؟
اوس خبره دا ده چې که انسان تل حریص، قاتل، حسود، عجول، هلوع، منوع، جزوع، ظلوم، جهول، د زور په منطق باوري، وینې تویوونکی، فساد کوونکی او په عین وخت کې تل ځان ته د یوه بل خدای، د یوه مافوق، د یوه بادار په لټه کې، ځان ته په ټیټه سترګه کتونکی، ځان محکوم ګڼونکی، ګناهګار او ګمراه ګڼونکی ګڼونکی پاتې شوی.
پوره ليکنه »د جهاد غلط تعريف !
د جهاد غلط تعريفخلک په عمومي ډول له "جهاد" څخه د جنګ او قتال معنیٰ اخلي مګر ددې وسيع مفهوم په دې ډول تنګول بېخي غلط کار دی ! د "جهاد" لفظ د "جهد" څخه مشتق او راوتلی دی، جهاد او مجاهده د فعال او مفاعلت په وزن د همدې "جهد" څخه مصدرونه دي، او په لغت کښي د محنت او کوښښ په معنیٰ دی.
پوره ليکنه »د افغانانو کوم ډول پوسټونه ډیر لایکونه اخلي ؟
د افغانانو کوم ډول پوسټونه ډیر لایکونه اخلي. (اول ډیر لایکونه اخلي او لسم لږ) ۱. په سبزي او مېوو کې د خدای نوم. ۲. فلاني ځای کې یو کس مسلمان شو. ۳. دیني پوسټونه چې پرته له کوم تنقید څخه لیکل شوي وي (لکه د قبر عذاب، د دوزخ او جنت قيصې...)
پوره ليکنه »کوم اسلام او د چا اسلام ؟
هغوی چې وايي مونږ اسلامي نظام غواړو، په سړه سینه دې یې ولولي: د خلکو په اسلام کې د مځکې او اسمان تر مینځ فاصلې راغلې. یو يې د اسلام په نامه وژني او بل يې د اسلام په نامه ژغوري. يو يې په وژلو الله اکبر وايي او بل يې په ښخولو. یو يې په جوړولو کې ثواب ویني او بل يې په ورانولو کې.
پوره ليکنه »د ساينس په هکله ليکنې اړينې دي که ديني موضوعاتو د سپيناوي په هکله!
د امان الله امان الله خان وخت کې پرمختګ خواته علمي سفر پيل شو خو پرديو کوپارو د دين په مرسته امان الله خان په تيښته کړ او جهات جاري شو. که هغه د پرمختګ سفر تر ننه جاري وی نو چيرې به رسيدلي وو !
پوره ليکنه »مشکل اسلام کې دی که مونږ کې؟
نو زه چې له موره پيدا شوم خو ماشومتوب کې خو ما هیڅ داسې کار نه کوو چې نورو، ځان او وطن ته ضرر پرې ورسوم، د خلکو ښځې چور کړم، د غنیمت په نامه چور وکړم، انتحاري وکړم، خلک ووژنم، دوزخ ته یې ولیږم، دنیا هیڅ وګڼم، سنګسار وکړم، کرکه ولرم او نه په پیري او شیطان خبر وم.
پوره ليکنه »کاینات – دریمه برخه
سیارې لکه زمونږ د لمریز نظام په شان په نورو ستوریزو نظامونو کې هم سیارې او نور اجسام د خپلو ستورو شاوخوا څرخیږي. سیارې: عطارد یا مرکري، زهره یا وینس، ځمکه، مریخ یا مارس، مشتري یا جوپیټر، زحل یا سیچرن، اورانوس یا یورینس او نیپچون
پوره ليکنه »کاینات – دوهمه برخه
کاینات ډیر لوی دي او د اجسامو تر مینځ واټن بیحده زیات دی. که مونږ دغه واټن په کیلو متر یا میل اندازه کړو نو زمونږ لیکنې به له صفرونو څخه ډکې شي. همدارنګه د یو عادي انسان سر په لوړو شمیرو نه خلاصیږي یا په بله مانا دغه فاصلې په صحیح توګه نشي درک کولای.
پوره ليکنه »
انسانیت تر انسانيت لوړ مذهب نشته