شنبه , اگست 15 2026

انسانیت

د ډيپلوماسۍ پر ظواهرو هوښیار ملتونه نه غولېږي

پاکستان په استقبال کې ډېر ماهر دی، ولسمشر کرزی یې هم څو ځلې همداسې استقبال کړی دی. د ډيپلوماسۍ پر ظواهرو هوښیار ملتونه نه غولېږي. زموږ او تاسو انتظار له پاکستان څخه دادی، چې په دریو عمده برخو کې خپل صداقت ثابت او پالیسي بدله کړي.

پوره ليکنه »

د افغانستان لپاره د خوشحالۍ میاشت

د دسمبر په نیماۍ کې د (TAPI) د ګیس پایپ لاین د عملي کار رسمي افتتاح. د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې د 1.2 ملیاردو ډالرو نوې او یوه تر ټولو لویه پانګونه چې د (TAPI) څخه هم لویه خوشحالي ده او همدې دسمبر کې به رسما اعلان شي.

پوره ليکنه »

دپاکستان ناروا غوښتنې

پاکستان غواړي، چې دافغانستان بهرنی سیاست دوی اداره کړي. پاکستان غواړي، چې په افغانستان کې یوه سیمه دحقاني شبکې او ځینو نورو ډلو لپاره په خپلواکه توګه ورکړل شي. پاکستان غواړي، چې افغانان ډيورنډ کرښه لاسلیک کړي.

پوره ليکنه »

بې ځایه غرور او باټې

تاریخ کې دې غټه توره دا کړې چې په هند دې څو ځله حمله کړې. کنه نور دې پخپله خاوره دوه سوه کاله هم حکومت نه دی کړی. خو یا به د نورو لاس لاندې وې او یا به پخپلو کې په جنګ اخته وې. نړۍ او انسانیت خو پریږده خپلو خلکو ته دې هم څه نه دي ورکړي. البته مبالغوي قیصو او غټو غټو خبرو کې ريښتیا هم اول نمبر یاستو.

پوره ليکنه »

پښتنو و شرمېږئ – د زړه چیغه!

وشرمیږئ پښتنو که شرم لرئ او لږ یې له هزاره خویندو او وروڼو زده کړئ چې په ۷ کسه مړو څنګه ښځې او نر راټول شول. آیا د پښتون د کور ښځه به د پلار مړي لپاره راووځي؟ نه ځکه د پښتون پلاستیکي غیرت بیا خرابیږي. نیم نفوس مو د جهالت په وجه فلج کړی. او دا پاتې نیم کې مو ډیری د وحشیانو او وحشت ملاتړي دي.پښتانه خو چیغې وهي چې اسلامیت او افغانیت ګټو.

پوره ليکنه »

په ترکیه کې د بیان ازادي

ترکیه کې اردوغان نن یو کس په دې خاطر ۲ کاله بندي کړی چې دا عکس یې انټرنټ ته پورته کړی و او اردوغان یې د یو امریکايي فلم دې عجیبه مخلوق سره تشبېه کړی دی. ګورئ دا د بیان ازادي چې موږ او تاسو یې افغانستان لرو دا په تورکیه کې هم حتا نشته!

پوره ليکنه »

سپینه خبره

وردگځینو ته بیا خدای د ملي اردو د سپکاوي بهانه ورکړه. دا سمه ده چې په ملي اردو کې به د ګوتو په شمار بد خلک وي خو ټوله اردو بده ګڼل خیانت او بیا له یوې پیښې څخه په استفادې د دې سپیڅلي ارګان سپکاوی منافقت دی. د ملي اردو څخه په غلطي کې (لا هم موضوع واضحه نه ده) په وردګو، غزني او بل ځای د بیګناه وګړو وژلو باندې خواشینی یم خو ددې پیښې په وجه به هیڅکله هم ټول امنیتي ځواکونه بد ونه ګڼم.

پوره ليکنه »

د پنجاب اسلامي ورورولي!

د پنجاب اسلامي ورورولي! دا د اسلام په نوم جوړ شوي هېواد پاکستان، پلازمینه اسلام اباد کې د پښتنو افغانانو حال. د افغانانو او نورو پښتنو سره د پنجاب اسلامي ورورولي. خو دا وخت د ډیرو سترګې ړندې، غوږونه کاڼه او په خوله ګونګیان وي.

پوره ليکنه »

(جهاد نکاح) سلفيانو پخوا افغانستان کې پيل کړی و!

پيښور کې يو ملګري کيسه کوله چې د شيخ جميل رحمان په امر يوه افغان لور يوه عرب ته ورکړه. څو شپې وروسته نجلۍ پلار کره لاړه او خپل پلار ته يې ويلي چې تا زه يوه تن ته ورکړې يم که لسو تنو ته؟ تياره کوټې ته ميړه سره لاړه شم خو تر سهاره نفر ځي او راځي او په عربي نه پوهيږم خو وروستی نفر بيرته زما ميړه وي.

پوره ليکنه »