راځئ دا د باميانو ړنګه شوې مجسمه بېرته ورغوو او تر څنګ یې د هندوانو او بودایانو د مذهبي کتابونو يو کتابتون هم جوړ کړو، ورسره شاوخوا هوټلونه، رسټورانټونه، سويممنګ پولونه، دوکانونه هم جوړ کړو.
پوره ليکنه »موږ عملي او اقتصادي پروژې کله نه دي لمانځلي
په تېر دېرش څلوېښت کاله کې زموږ خلکو افغانیت لمانځلی، اخوانیت یې لمانځلی، پښتو یې لمانځلې، دري یې لمانځلې، انقلابونه یې لمانځلي، اسلام یې لمانځلی، کمیونیزم یې لمانځلی، نظریات او ایډیالوژۍ یې لمانځلي، خو عملي اقتصادي پروژې یې نه کله لمانځلي، نه یې غوښتي، نه یې ترانې ورته جوړې کړي، نه یې ستایلي دي.
پوره ليکنه »افغانه په څه شي ویاړې ؟
موږ سره لدې هم پخپل افغانیت او یا پښتونولي ویاړو. په څه شي ویاړې؟ په جهالت؟ په فکري شاته پاتې والي؟ پخپل غربت؟
پوره ليکنه »عربان ځان ته د ساینس مرکزونه جوړوي او موږ ته مدرسې !
عربان مونږ ته جوماتونه، مدرسې او معهدونه جوړوي خو ځانته د ساینس او ټکنالوژي ستر ستر مرکزونه. هغوی مو هم پيژني چې د جهادو او حورو دومره شوقیان یو چې ان خپل هیواد د دوی لپاره ورانوو. هسې هم مونږ ته دنیا دوه ورځې ده او د اخرت لپاره کار پکار دی.
پوره ليکنه »د پنجابي ملایانو اصليت
دا پنجابی ملا طارق جميل چې په ممبر تقرير پيل کړي نو په خلقو غسلونه واړوي، د حورو او جنت دومره تقريرونه وکړي چې خلک د جنت او حورو د پاره په ځانونو پورې بمونه تړلو ته تيار شي، دا ملا تر ترهګرو هم خطرناک دی او د دې ملا په اصليت خبريدل د وخت ضرورت دی او مونږ د اسلام په نامه روان د ملایانو کاروبارو نه منو!!!
پوره ليکنه »پر پاکستان سیاسي ګوزار
ولسمشر غني وايي، چې ترکمنستان ګاونډيو هېوادونو ته د تروریزم صادرولو پر ځای برعکس له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره د سولې او همکارۍ لاس ورکوي.
پوره ليکنه »ولسمشر مو ښه ډېر روان دی
ولسمشر مو ښه روان دی. ټاپي، سلما بند، بهرنۍ مرستې، په قرادادونو کې سپما، د سولې په اړه هلې ځلې او نور هغه څه دي چې د هیواد په ګټه دي. ولسمشر به تردې هم ښه روان شي که دا سیاسي ماشومان یې د پښو وهلو په ځای پښې ورکلکې کړي.
پوره ليکنه »د ټاپي له پروژې سره هممهاله نوري فايبر د غځونې پروژه
د ټاپي له پروژې سره هممهاله به له افغانستان څخه ترکمنستان او بيا د آذربايجان له لارې اروپا ته د نوري فايبر (Fiber Optic) د غځونې پروژه هم پيل شي او په دې توګه به افغانستان د انټرنېټ او مخابراتو په برخه کې پاکستان ته له احتياج څخه د تل لپاره خلاص شي.
پوره ليکنه »بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو
سپینه خبره به وکړم. پرون اردو وژلي وو ځکه پښتانه پورته پورته لویدل. خو نن ټالیب وژلي ځکه ډیری پښتون غلی دی. بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو. هر هغه څوک چې د ټالیب په وحشت سترګې پټوي ترهګرپال دی.
پوره ليکنه »زموږ لویه اختراع ډهول او چادري ده !
دا شل کاله مخکې روسانو د څلوېښتو ملیاردو ډالرو اته سوه الوتکي، شپږ زره چینه ټانګونه او ملیونونه میله وسله در پرېښوده، تاسې چې وسلې ته ناموس هم وایاست، هغه ټوله وسله مو ونه پلورله؟ په دې ټولو سربېره په پوزه مچ نه پرېږدئ، غټې غټې خبرې، لوی لوی نومونه.
پوره ليکنه »
انسانیت تر انسانيت لوړ مذهب نشته