که موږ په سیاست نه پوهېدلی نو هغه ملکونه چې موږ ته ترې خطر وي هغوی به مو د هغوی په خپلو لاسونو د جهاد په نامه نه وی تباه کړي. او که ستا په قول که مونږ په سیاست نه پوهیدلی نو د نړی مسلمانانو به زموږ ملک ته د ورځې پنځه وخته سجدې نه کولې.
پوره ليکنه »موږ ولې په ملایانو نيوکې کوو ؟
ملا وای په قران کي د موبایل، کمپیوټر، تلویزیون، موټر او نورو اسبابو ذکر نه دی شوی او دا ټول حرام ګڼي خو خپله له دغو ټولو وسایلو کار اخلي او هغه ورته حرام نه ښکاري. ساینس پوهانو ته کافر او ساینسي تعليم ته کفر وایي.
پوره ليکنه »افغانه په څه شي ویاړې ؟
موږ سره لدې هم پخپل افغانیت او یا پښتونولي ویاړو. په څه شي ویاړې؟ په جهالت؟ په فکري شاته پاتې والي؟ پخپل غربت؟
پوره ليکنه »عربان ځان ته د ساینس مرکزونه جوړوي او موږ ته مدرسې !
عربان مونږ ته جوماتونه، مدرسې او معهدونه جوړوي خو ځانته د ساینس او ټکنالوژي ستر ستر مرکزونه. هغوی مو هم پيژني چې د جهادو او حورو دومره شوقیان یو چې ان خپل هیواد د دوی لپاره ورانوو. هسې هم مونږ ته دنیا دوه ورځې ده او د اخرت لپاره کار پکار دی.
پوره ليکنه »د پنجابي ملایانو اصليت
دا پنجابی ملا طارق جميل چې په ممبر تقرير پيل کړي نو په خلقو غسلونه واړوي، د حورو او جنت دومره تقريرونه وکړي چې خلک د جنت او حورو د پاره په ځانونو پورې بمونه تړلو ته تيار شي، دا ملا تر ترهګرو هم خطرناک دی او د دې ملا په اصليت خبريدل د وخت ضرورت دی او مونږ د اسلام په نامه روان د ملایانو کاروبارو نه منو!!!
پوره ليکنه »بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو
سپینه خبره به وکړم. پرون اردو وژلي وو ځکه پښتانه پورته پورته لویدل. خو نن ټالیب وژلي ځکه ډیری پښتون غلی دی. بیا وایو چې مونږ ترهګرپال نه یو. هر هغه څوک چې د ټالیب په وحشت سترګې پټوي ترهګرپال دی.
پوره ليکنه »زموږ لویه اختراع ډهول او چادري ده !
دا شل کاله مخکې روسانو د څلوېښتو ملیاردو ډالرو اته سوه الوتکي، شپږ زره چینه ټانګونه او ملیونونه میله وسله در پرېښوده، تاسې چې وسلې ته ناموس هم وایاست، هغه ټوله وسله مو ونه پلورله؟ په دې ټولو سربېره په پوزه مچ نه پرېږدئ، غټې غټې خبرې، لوی لوی نومونه.
پوره ليکنه »پښتنو و شرمېږئ – د زړه چیغه!
وشرمیږئ پښتنو که شرم لرئ او لږ یې له هزاره خویندو او وروڼو زده کړئ چې په ۷ کسه مړو څنګه ښځې او نر راټول شول. آیا د پښتون د کور ښځه به د پلار مړي لپاره راووځي؟ نه ځکه د پښتون پلاستیکي غیرت بیا خرابیږي. نیم نفوس مو د جهالت په وجه فلج کړی. او دا پاتې نیم کې مو ډیری د وحشیانو او وحشت ملاتړي دي.پښتانه خو چیغې وهي چې اسلامیت او افغانیت ګټو.
پوره ليکنه »شادو شمشیره – د افغانانو قاتل !
شادو شمشیره یو عرب جنګیالی وو چې زموږ نیکونه یې په دوو تورو وهل، بې شمیره افغانان یې وژلي، لکه څنګه چې مسعود او فهیم او امثالهم د افغانانو قتلونه وکړل اوس یې له ټولو ښایسته مزارونه دي.
پوره ليکنه »سپینه خبره
وردگځینو ته بیا خدای د ملي اردو د سپکاوي بهانه ورکړه. دا سمه ده چې په ملي اردو کې به د ګوتو په شمار بد خلک وي خو ټوله اردو بده ګڼل خیانت او بیا له یوې پیښې څخه په استفادې د دې سپیڅلي ارګان سپکاوی منافقت دی. د ملي اردو څخه په غلطي کې (لا هم موضوع واضحه نه ده) په وردګو، غزني او بل ځای د بیګناه وګړو وژلو باندې خواشینی یم خو ددې پیښې په وجه به هیڅکله هم ټول امنیتي ځواکونه بد ونه ګڼم.
پوره ليکنه »
انسانیت تر انسانيت لوړ مذهب نشته