سه شنبه , اکتوبر 7 2025

Tag Archives: مذهبي خرافات

(جهاد نکاح) سلفيانو پخوا افغانستان کې پيل کړی و!

پيښور کې يو ملګري کيسه کوله چې د شيخ جميل رحمان په امر يوه افغان لور يوه عرب ته ورکړه. څو شپې وروسته نجلۍ پلار کره لاړه او خپل پلار ته يې ويلي چې تا زه يوه تن ته ورکړې يم که لسو تنو ته؟ تياره کوټې ته ميړه سره لاړه شم خو تر سهاره نفر ځي او راځي او په عربي نه پوهيږم خو وروستی نفر بيرته زما ميړه وي.

پوره ليکنه »

د جهاد غلط تعريف !

د جهاد غلط تعريفخلک په عمومي ډول له "جهاد" څخه د جنګ او قتال معنیٰ اخلي مګر ددې وسيع مفهوم په دې ډول تنګول بېخي غلط کار دی ! د "جهاد" لفظ د "جهد" څخه مشتق او راوتلی دی، جهاد او مجاهده د فعال او مفاعلت په وزن د همدې "جهد" څخه مصدرونه دي، او په لغت کښي د محنت او کوښښ په معنیٰ دی.

پوره ليکنه »

کوم اسلام او د چا اسلام ؟

هغوی چې وايي مونږ اسلامي نظام غواړو، په سړه سینه دې یې ولولي: د خلکو په اسلام کې د مځکې او اسمان تر مینځ فاصلې راغلې. یو يې د اسلام په نامه وژني او بل يې د اسلام په نامه ژغوري. يو يې په وژلو الله اکبر وايي او بل يې په ښخولو. یو يې په جوړولو کې ثواب ویني او بل يې په ورانولو کې.

پوره ليکنه »

د ساينس په هکله ليکنې اړينې دي که ديني موضوعاتو د سپيناوي په هکله!

د امان الله امان الله خان وخت کې پرمختګ خواته علمي سفر پيل شو خو پرديو کوپارو د دين په مرسته امان الله خان په تيښته کړ او جهات جاري شو. که هغه د پرمختګ سفر تر ننه جاري وی نو چيرې به رسيدلي وو !

پوره ليکنه »

مشکل اسلام کې دی که مونږ کې؟

نو زه چې له موره پيدا شوم خو ماشومتوب کې خو ما هیڅ داسې کار نه کوو چې نورو، ځان او وطن ته ضرر پرې ورسوم، د خلکو ښځې چور کړم، د غنیمت په نامه چور وکړم، انتحاري وکړم، خلک ووژنم، دوزخ ته یې ولیږم، دنیا هیڅ وګڼم، سنګسار وکړم، کرکه ولرم او نه په پیري او شیطان خبر وم.

پوره ليکنه »